انصار (سې شنبې، د سنبلې ۲۱ مه) د ترکیې حکومت د افغانستان په پخواني نظام کې شاملو زورو کسانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په استانبول کې غونډه وکړي.
د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، یونس قانوني، سلاح الدین رباني، ضراراحمد مقبل او فوزیې کوفې په شمول پخوانیو تنظیمي مشرانو او د هغوی پلویانو غوښتل چې «په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اغېزمن سیاسي نظام» په نوم غونډه جوړه کړي.
د ترکیې حکومت ویلي چې دا غونډه یې په سیاسي او امنیتي دلایلو لغوه کړې ده. ټاکل شوې وه چې دا غونډه پرون (دوشنبې) په استانبول کې په حضوري ډول جوړه شوې وای.
د ترکیې د حکومت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې پخوانیو افغان تنظیمي مشرانو په خپله غونډه کې پر جنګي مسایلو هم خبرې کولې.
د ترکیې د حکومت سرچینې وايي، په پیل کې ترک چارواکو له دې غونډې سره موافقه کړې وه، خو په وروستیو شېبو کې یې وویل چې د پخواني حکومت چارواکو ته د غونډې د دایریدو اجازه نه ورکوي. د ترکیې حکومت رسماً د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
عبدالرشید دوستم، محمد محقق او یو شمېر نور پخواني طالب ضد عناصر په ترکیه کې اوسي. دوی په استانبول او انقره کې لوکس او څو میلیون ډالري کورونه اخیستي او ځینو یې په ترکیه کې برنسونه پیل کړي دي.
دوی تر دې پخوا څو ځلې انلاین غونډې کړي خو دا لومړی ځل و چې په حضوري ډول یې یوه نسبتاً لویه غونډه جوړوله.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/26936